پاك امريكا اړيكو كښې پېشرفت د افغانستان بيا ودانۍ ٬ مصالحت او د ترهګرۍ مخنيوي نړيوالو هڅو له پياوړې دے۔ د چين خارجه دفتر

اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) چين د پاكستان او امريكا ترمينځھ اوسنۍ رابطې خوشبينه ګڼلو سره وئيلي دي پاك امريكا اړيكو كښې پېشرفت د افغانستان بيا ودانۍ ٬ مصالحت او د ترهګرۍ مخنيوي نړيوالو هڅو له سازګار دے۔ د چين خارجه دفتر وياند د نهې په ورځ بيجنګ كښې د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا د وزيراعظم عمران خان په نامه د خط په اړه د اے پي پي د يو نمائنده د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چین د پاکستان او امریکا ترمينځھ اوسنو په زړه پورې رابطو ته هركلې وايي۔ وياند ووئيل پاك امريكا اړيكو كښې په زړه پورې پېشرفت د افغانستان بيا ودانۍ او د مصالحتي عمل عملي كولو او د ترهګرۍ مخنيوي نړيوالو هڅو له ډېر مهم دے۔ وياند ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره هم ډېرې غوره دي۔ وياند ووئيل چين د پاكستان او امريكا اړيكو كښې په ښه والي ډېر خوشحاله شوې دې او ددوي ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې لوظنامې به ملاتړ كوي۔ وياند ووئيل چين هم افغان معاملې سره د اړوندو رابط تندولو ملاتړ كوي