پاكستان او ايران ورونړا او ګاونډي هېوادونه دي۔ دواړه هېوادونه د اسلامي رواياتو ٬ كلتور او ګاونډګيرۍ په لازواله خپلولۍ يو بل سره تړلي دي۔ پاکستان ایران او نورو هېوادونو سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر تھران كښې خپل همڅنګ ډاکټر علی لاریجانی سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد ۔08 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاكستان او ايران ورونړا او ګاونډي هېوادونه دي۔ دواړه هېوادونه د اسلامي رواياتو ٬ كلتور او ګاونډګيرۍ په لازواله خپلولۍ يو بل سره تړلي دي۔ پاکستان ایران او نورو هېوادونو سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د ددې خيالاتو څرګندونه د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر تھران كښې خپل همڅنګ ډاکټر علی لاریجانی سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه سيمه ايزې سلامتيا او او د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپیکر ووئيل پاكستان ايران او نورو هېوادونو سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده وئيل منطه كښې د امن او سلامتيا وضعه ښه كولو ٬ سيمه ايز پرمختګ او معيشت مضبوطولو له به د منطقې هېوادونو له خصوصي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل ترهګري او انتها خوښي ددې منطقې په پرمختګ كښې ولاړ تر ټولو لوئې خنډ دے۔ ددې ناسور ختمولو له به د سيمې ټولو هېوادونو له په ګډه هڅې كول وي۔ ډاکټر علی لاریجانی كنفرنس كښې په ګډون كولو د قومي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه۔ ده ووئيل ايران خپل ګاونډي هېواد پاكستان سره خپلې نزدې او د ملګرتيا اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ايران پاكستان سره ټولو څانګو كښې مرسته جاري ساتل غواړي۔ ده ووئيل ترھګري تر ټولو لويه خطره دې او په دې قابو موندلو له به په ګډه هڅې كول وي۔