پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي 12 ټاسك فورس جوړ كړی شوي ولې دې كښې چا ته هم كوم مراعات نه وركړې كېږي ۔ بلوچستان سره اړوند ټاسك فورس كښې بايد د دغه صوبې نمائندګي وي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د عاليه كامران د پوښتنې په ځواب كښې علي محمد خان ووئيل وفاقي حكومت 12 ټاسك فورس سول سروس كښې اصلاح لپاره جوړ كړي۔ په دې كښې سول اصلاحات‘ کفایت شعاری‘ انرجی ریفارمز ‘ سېلګري‘ روغتيا‘ تعلیم‘ سول لاء ریفارمز‘ آئی ټی و ټېلی کام‘ فوجداری قانون او نېب لاء ریفارمز شامل دي۔ ده ووئيل پي آئي اے به ګوادر څخه كوئټه ته تلله اوس نه ځي۔ د دې بحالولو له احكامات جاري كولې شي۔ ده ووئيل په دې ټاسك فورس كښې ټول اهل كسان شامل دي۔ دوئي ته كوم مراعات نه وركړې كېږي۔ ده ووئيل د فاټا په اړه د ټاسك فورس كاركردګۍ څخه به مو خبر كړم۔