وزیراعظم عمران خان د پرائم منسټر معائنه کمېسون د څلورو غړو د غوره كولو منظوري وركړه

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د پرائم منسټر معائنہ کمېسون د څلورو غړو د غوره كولو منظوري وركړې ده ۔ د اسټېبلشمنټ ډويژن لخوا د جاري شوي اعلاميې له مخې د وزیراعظم عمران خان منظورۍ سره سید ابو احمد عاکف (ګرېډ 21 (ر) آفیسر)، ډاکټر سراج مصطفی جوکھیو (د پاکستان آډټ اېنډ اکاؤنټس ګروپ ګرېډ 21 آفیسر)، وقار احمد ( د ټاكنې منتظر د سېکرټرېټ ګروپ د ګرېډ 21 آفیسر) او ممتاز احمد کمال ( د يونيورسټي آف انجينئرنګ ټېكسلا وائس چانسلر) د وزیراعظم د معائنه کمېسون د غړٶ په توګه غوره كړې شوي دي