هندي ځواكونو په سوپور كښې د لټون او محاصرې كارروائې په مهال 2 ځوانان شهيدان كړل

سرينګر 13 دسمبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د زيارت په ورځ په سوپور كښې د لټون او محاصرې كارروائې په مهال 2 ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي عسكرو دا ځوانان د سوپور په ګنډ براټهـ سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروائې په مهال شهيدان كړي دي۔ هندي ځواكونو د لټون عمليات تېر ماښام پېل كړي وو او بيا ئې د شپې وځنډول۔ هندي ځواكونو سهار وختې عمليات بېرته پېل كړل۔ قابض انتظاميې په سيمه كښې انټرنېټ موبائل سروس معطل كړے۔ هندي ځواكونو د شوپيا په سيمو كښې هم د محاصرې او لټون عمليات پېل كړي دي۔