مونږ نوې پاكستان جوړو٬ مونږ غواړو چې د پاكستان د آئين له مخې د قانون سرلوړي وي٬ دلته نه يو كس ادارې څخه او نه يوه اداره رياست څخه پرته ده۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه پېغام

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي مونږ يوه يوه خښته لګوو او بيا پاكستان جوړو٬ مونږ غواړو چې د پاكستان د آئين له مخې د قانون سرلوړي وي٬ دلته نه يو كس ادارې څخه او نه يوه اداره رياست څخه پرته ده۔د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور د ميډيا بريفنګ په پائي كښې د سرلښكر قمر جاوېد باجوه پېغام واورولو كوم كښې چې سرلښكر ووئيلي وٶ مونږ يوه يوه خښته لګولو سره بيا پاكستان جوړو٬ مونږ غواړو چې د پاكستان د آئين له مخې د قانون سرلوړي وي ٬ ټول په ګده خپل خپل كردار ترسره كړي او هېواد ھغه مقام ته ورسوي ٬كوم ځائ چې مونږ حق لري