مودي حكومت بايد د وزيراعظم عمران خان د امن پېشكش مثبت ځواب وركړي ولې هغه د امن ګامونو څخه تېښته كوؤنكې او په خپلو ناكامه پالېسيو عمل كوونكې دې۔ هندي حكومت بايد د عمران خان صلاحيتونو څخه سترګې پټې نه كړي۔ هند د سلامتي كونسل غونډې په موقع مذاكراتو څخه د تېښتې لاره خپله كړه كوم چې يو ښه ګام نه وو۔ د كرتار پور راهدارۍ پرانستلو په اړه د عمران خان پرېكړې هند هم حېرانه كړو۔ د هندي ورځپاڼې انډيا ټو ډے كښې خپور شوې مضمون

اسلام آباد ۔ 8 دسمبر (اے پی پی) مودي حكومت بايد د وزيراعظم عمران خان د امن پېشكش مثبت ځواب وركړي ولې هغه د امن ګامونو څخه تېښته كوؤنكې او په خپلو ناكامه پالېسيو عمل كوونكې دې۔ د هندي ورځپاڼې راروان مېګزين اېډيشن ته لېږلې شوي يو تفصيلي مضمون كښې ليكونكي په هندي حكومت زور راوړې دې چې هغه د وزيراعظم عمران خان صلاحيتونو نه سترګې پټې نه كړي۔ مضمون كښې ليكلې شوي دي چې د يو كركټر په توګه د عمران خان نه وېرېدل به ستائلې شول۔ هم دې صفت هغه د كركټ په مېدان كښې تر ټولو لوئے آل راؤنډرانو كښې يو آل راؤنډر جوړ كړې وو۔ په كال 1992ء كښې د ورلډ كپ ګټلو په اړه مضمون كښې ليكلې شوي دي چې عمران سره ددې چې اوږه كښې ئې انجري وه د خپلې لوبډلې مشري كولو سره ئې مهمه كاميابي ترلاسه كړه۔ مضمون كښې ليكلي شوي دي چې نواز شريف په درېم ځل هم د خپلې وزيراعظمۍ په موده كښې هغه څه وكړل كوم چې آصف علی زرداری د پاكستان اولس مشر په حېث كړې وو۔ اوس د پاكستان دوه مهمې كورنۍ شريفه كورنۍ او بھټو كورنۍ ځان سياسي صفونو كښې ګوري او د كرپشن سختو تورونو سره مخ دي۔ مضمون كښې ليكلې شوي دي چې د پاكستاني خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د ده د هندي همڅنګ سشما سوراج ترمينځھ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډې په مهال ملاقات څخه د هند تښتېدل يو ښه ګام نه وو۔ مضمون كښې دا هم ليكلي شوي دي چې كرتار پور راهداري امن لپاره د پورته كړې شوي ګام په توګه وستائلې شوه۔ددې تاريخي ګام كرېډټ وزيراعظم عمران خان ته ځي۔ مضمون كښې دا هم ليكلي شوي چې عمران خان يو وارې بيا مودي حكومت ته د سارك عمل پېل كولو پېشكش كړې۔ هندي سركار بايد د دې پېشكش مثبت ځواب وركړي