ملګرو ملتونو په سوئيلي ليبيا كښې د پرله پسې بريدونو غندنه وكړه

طرابلس ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو په سوئيلي ليبيا كښې د پرله پسې بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو ترمخه د ملګرو ملتونو مشن خپل بيان كښې وئيلي دي چې مشن ليبيا كښې او په خاص توګه د هېواد په سوئيلي ښارونو كښې د ادارو په ضد د روانو بريدونو سخته غندنه كوي او د ليبيا چارواكو څخه په دې سيمه كښې د انتشار په ضد د فوري او فعال كارروائۍ كولو خواست كوي۔ بیان كښې وئيلې شوي دي چې پھوګھا ښار كښې داعش د اكتوبر په 28مه نېټه يرغمال كړې كسانو كښې 6 كسان وژلي دي