زما وژن دې چې هېواد پخپلو پښو ودرېږي او غربت ختم شي

APP89-13 ISLAMABAD: December 13 - Prime Minister Imran Khan addressing at Pakistan Economic Forum organised by the Pakistan Business Council. APP

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان كاروباري ورورولۍ ته باور وركړې دې چې پاکستان كښې به په راتلونكو ورځو كښې ځانګړې بدلون او د سرمايه كار دوست كلتور وليدلې شي٬ د غربت خاتمې او خودانحصارۍ لپاره كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو او د سرمايه كارۍ ودې ته اړتيا ده ٬ زما وژن دې چې هېواد په خپلو پښو ودرېږي او د غربت خاتمه وي۔ په جائزه طريقه پېسه ګټلو كښې بدي نشته ٬ سرمايه كارۍ سره هېواد پرمختګ كوي٬ اوسنې حكومت د غربت خاتمې لپاره په كوټلې پروګرام عمل كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ په وزیراعظم آفس كښې د پاکستان بزنس کونسل تر سېوري لاندې پاكستان اكنامك فورم ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د پاكستان وړومبې كول وو٬ زمونږ والدين په غلام هېواد كښې زېږېدلې وو او مونږ په پاکستان كښې په آزادۍ ډېر فخر كولو خو د بده مرغه پېل كښې مونږ له په نورو د انحصار كولو عادت جوړ شو او دا به وئيل كېدل كه مونږ ته مرسته ترلاسه نه شوه نو د هېواد بقاء به خطر سره مخ شي دې سره مونږ د خپل عزت او آزادۍ سودا وكړه۔ د قامونو پرمختګ لپاره خود انحصارۍ او عزت زيات اهميت لري او قامونه خپلې پرېكړې كوي او هېواد خپلواكه جوړېږي۔ وزیراعظم ووئيل كله چې ما سياست پېل كړو نو ما غوښتل چې غربت ختم شي او تر څو چې هېواد پېسه جوړه نه كړې شي نو غربت به څنګه ختمېږي ٬ په دې لړ كښې وزيراعظم د چين مثال وړاندې كړو او وې وئيل چې څنګه ئې 70 كروره خلق د غربت نه بهر كړل۔ وزیراعظم ووئيل د غربت كمي لپاره هېواد كښې كاروبار ته وده او سرمايه كارو ته محفوظ ماحول وركول ضروري دي دغسې په جائز طريقه د پېسې ګټلو زياتې موقعې ترلاسه وي٬ د ټېكس غلا او په ناجائزه طرېقه پېسه ګټل غلط دي۔ وزیراعظم ووئيل هم نن مې پاكستان كښې د كاروبار آسانۍ لپاره د يوې اوږدې غونډې مشري كړې چې پكښې كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو لپاره آسانۍ پېدا كول او د ټېكس په نظام كښې د رامخې ته شويو خنډانو لرې كولو په اړه غور وشو او دا پرېكړه وشوه چې زه به هره مياشت كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره د غونډې مشري كوم دغسې چې كاروبار كښې رامخې ته خنډان لرې كړې شي او په وزیراعظم آفس كښې به د دې دفتر وي چې مقصد به ئې كاروبار كښې رامخې ته كېدونكي خنډان لرې كول او په كاروبار كښې آسانيو لپاره ګامونه پورته كول وي۔ په غونډه كښې د اېف بي آر چيئرمن لخوا دا اورېدو سره خوشحاله شوم چې پېسه ګټلو لپاره سوچ بدلولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د ماليزيا 6 كروړه اولس او برآمدات ئې 220 ارب ډالره او د سنګاپور برآمدات 330 اربه ډالره دي ، كه د 6 مې لسيزې د پرمختګ سفر روان ساتلې شوې وې نو پاكستان به د دغه هېوادونو نه وړاندې تلې وې۔ ده ووئيل پاكستان 21 كروړه آبادي لري او برآمدات ئې 24 كروړه ډالره دي مونږ هڅه كوٶ چې برآمدات زيات كړو ۔ وزیراعظم ووئيل مني لانډرنګ او د قاچاق مخنيوي لپاره پاليسي جوړٶ د قاچاق آغېز نېغ په نېغه زمونږ