زلمے خلیل زاد د پاکستان قيادت سره ملاقاتونو كښې د افغان دولت او طالبانو ترمېنځه د سياسي حل لپاره خوښي ښكاره كړې۔ د امريكې سفارت

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) امریکې وئيلي دي د افغان دولت او طالبانو ترمېنځه سياسي حل غواړو او دا خبره به هم باوري كولې شي چې د افغانستان خاوره به سباٶن كښې كله هم نړيوالې ترهګرۍ لپاره نه كارېږي۔ د زيارت په ورځ اسلام اباد كښې د امريكې سفارت له مخې د امريكې د افغانستان روغې جوړلې لپاره خاص سفیر زلمے خلیل زاد د 4م نه تر 6م دسمبر د پاكستان دوره كړې٬ د هغه د دورې مقصد په اكتوبر كښې د شوو شريكو خبرو اترو نه پس د پېشرفت جاج اخستل وٶ۔ زلمے خليل زاد د پاكستان وزيراعظم عمران خان، خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي، خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه، سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ او په اسلام آباد كښې متعین نورو سفيرانو سره ملاقاتونه كړي۔ خپلو ملاقاتونو كښې سفير خلیل زاد د دې عزم پخلې كړې چې امريكا د افغان واكمنو او طالبانو ترمېځه سياسي حل غواړي كومې څخه چې دا خبره باوري كړې شي چې د افغاستان خاوره به سباٶن كښې كله هم نړيوالې ترهګرۍ لپاره نه كارېږي او د كوم څخه چې په افغانستان كښې د څلوېښتو كالو راهسې د روان جنګ خاتمه ممكنه شي٬ ھغه دا خبره هم رامخې ته كړې چې په افغانستان كښې د امن به د منطقې ټولو هېوادونو ته ګټه ورسوي