د ګرین لائن، تېزګام او قراقرم رېل ګاډو سروسز ښه دے كومو كښې چې د وخت ښه پابندي كېږي

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) رېلوے لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډه د سناتور محمد اسد علي خان جونیجو په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د اكتوبر په درېمه نېټه د كمېټۍ په غونډه كښې په سفارشاتو د عملدرآمد نه سره د رېلوے انسپېكټورېټ د كار د تګلارې او د كاركردګۍ تفصيلي جاج واخستې شو۔ قائمه كمېټۍ ته ووئيل شول د رېل ګاډو د اوسط وخت پابندي 79 فيصده ده٬ په يخنۍ كښې د لړې له امله د رېل ګاډو د پابندۍ عمل ځپلې كېدې شي۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد قائمه كمېټۍ ته ووئيل د ګرین لائن، تېزګام او قراقرم رېل ګاډو سروسز ښه دے كومو كښې چې د وخت ښه پابندي كېږي٬ د رحمان بابا او شاہ عبدالطیف رېل ګاډو د وړومبنو ورځو كاركردګي هم ډېره ښه وه ٬ ده ووئېل ډېر زر به په ډويژنل مركزونو كښې وائي فائي سروس پېل كړې شي ٬ د 25م دسمبر څخه به د رېل ګاډو د ټرېكر نظام پېل شي۔ ده ووئيل رېلوے آمدن كښې زياتوالې راغلې او په تېره يوه ورځ كښې د رېلوے لس كروړه شل لكه آمدن شوې او د دې په وړاندې ورځ 9 كروړه آمدن شوې ٶ۔ وفاقي وزير كمېټۍ ته ووئيل د تېر كال د دريو مياشتو په نسبت سږ كال 2 اربه اضافي آمدن ترلاسه شوې او د دې بنيادي سوب د رېلوے د ملازمانو ډېره خواري ده او د حكومت د رېلوے په څانګه كښې خوښي لرل دي