د چوهدري فواد حسېن د برتانيې د پارلمان دوره ٬ پارلماني غړو سره ملاقات

APP86-23 ISLAMABAD: November 23 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing a press conference. APP photo by Irfan Mahmood

لندن 06 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د برتانيې د پارلمان دوره كولو سره پارلماني غړو سره ملاقات كړې دې۔ وفاقي وزير د برتانيې پارلماني غړي د پي ټي آئي حكومت سماجي او معاشي اصلاحاتو اېجنډې پحقله خبر كړل۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل برتانيه دې د مني لانډرنګ خاتمې لپاره پاكستان سره په ګډه كار وكړي۔ وفاقي وزير هېواد كښې د قانون سرلوړۍ باوري كولو لپاره د حكومت د عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت اولس د غربت نه خلاصول غواړي ۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د كشمير كشاله د مذاكراتو د لارې حل كول غواړي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان او برتانيه غوره اړيكې لري او دا اړيكې لا غوره كول غواړو۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا د كرتار پوره راهدارۍ پېل يو اهم او مثبت اقدام دے٬ هند څخه هم د دې ډول مثبتې رويې هيله لرو۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د پېښو مسئلو حل لپاره به خپل بشپره كردار لوبوٶ