د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ايئر فورس په آپرېشنل ايئر بيس د فضائيه د شاهين 7 مشقونو معائنه

APP30-12 KARACHI: December 12 - Chief of Army Staff, General Qamar Javed Bajwa witnessing the ongoing Pak-China International Air Exercise Shaheen-VII at an operational airbase of Pakistan Air Force. APP

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي جنګي مشقونه به د پاكستان او چين دوستي لا قوي كړي٬جنګي مشقونو سره به د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو او اولس اړيكې لا وده ومومي۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ايئر فورس په آپرېشنل ايئر بيس د فضائيه د شاهين 7 مشقونو معائنه وكړه۔ايئر بيس ته په رسېدو د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د سرلښكر هركلے وكړو۔سرلښكر د مشقونو د ګډون كوونكو او د دواړو هېوادونو د فضائيې وظيفائي صلاحيتونه وستائېل۔د پاكستان او چين شريك فضائي مشقونه هر كال كېږي