د ټولو مسئلو ذمه وار كډوال ګرځول سم نه دي۔ پوپ فرانس

ویټی کن سټی ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د کېتھولک مسیحیانو لارښود پوپ فرانسس وئيلي دي چې د سياستمدارو لخوا د هرې بدۍ ذمه وار كډوال ګرځول د قبولولو وړ نه دي۔ د المان خپرونې ادارې لمخې د امن نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې پوپ فرانسس ووئيل چې په سياسي تقريرونو كښې د هرې بدۍ ذمه واري په كډوالو اچولو سره سره د بې وزله وګړو اميدونه ختمولو لړۍ هم د فهم نه لرې ده او د قبولولو نه ده۔ ده د فوري منفعت لپاره مسافرو سره دښمني ٬ نسلي تعصب او د قومي وسائلو بې ځايه كارول هم غېر اخلاقي او ناجائزه وګرځول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې كېتھولك عقيده كښې د امن نړيواله ورځ هر كال د جنورۍ په اولنۍ نېټه لمانځلې شي