د هېواد دښمنان به كله كامياب نه شي ولې چې د پاكستاني وګړي يو بېدار قوم دے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور ټويټ پیغام

پنډۍ ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د آئی اېس پی آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي د هېواد دښمن به چرې كامياب نه شي ولې چې پاكستاني وګړي يو بېدار قوم دے۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ پیغام كښې ده ووئيل چې مضبوط عزم سره قومونه كاميابي ترلاسه كوي۔ مونږ كاميابۍ پلو روان يوو۔ اتحاد او اتفاق سره به مونږ د امن او سوكالۍ مقصدونه خپلولو كښې كامياب شؤ۔ مونږ له به په ګډه مخ په وړاندې تلل وي۔