د نوي پاكستان وژن حقيقت كښې د قائد اعظم محمد علي جناح وژن دے۔ د وزيراعظم عمران خان ټويټ پیغام

اسلام آباد ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د نوي پاكستان وژن حقيقت كښې د قوم بابا قائد اعظم محمد علي جناح وژن دے۔ د خالي په ورځ وزيراعظم عمران خان د نوموړي مذهبي سكالر اسرار احمد يو وېډيو كلپ اپ لوډ كړو په كوم چې هغه د قائد اعظم محمد علي جناح د ژوند د ورستيو ورځو په كاركردګۍ او د هغه په غوره كردار رڼا اچولې۔ نوې پاكستان يوه معروف او مقبوله جمله ده كومه چې وزيراعظم عمران خان د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن په توګه پخپله وضعه كړې وه۔ د كومې مقصد چې هېواد د قائد اعظم محمد علي جناح او د تحريك پاكستان نورو لارښودو ښودلو شويو اصولو ترمخه بدلول دي۔ دې نه وړاندې په يو بل ټويټ پېغام كښې وزیراعظم د سوشل ميډيا خپلې ډلې مننه وكړه كومه چې د هغه انسټا ګرام اکاؤنټ هېنډل كوي۔ د وزیراعظم عمران خان د انسټاګرام اکاؤنټ د فالوورز شمېره 10 لكه نه زياته شوې ده