د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

اسلا آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئېلي دي چې د پارليمان قائمه كمېټۍ به ډېرې زر جوړ كړې شي٬اپوزېشن په ايوان كښې بې مقصده بحث سره د كرپشن په مقدمو د پردې اچولو هڅه كوي٬ د تېرو حكومتونو دور كښې تر څو كلونو قائمه كمېټۍ جوړې كړی شوې نه وې۔ مسلم ليګ(ن)په دې اړه وخت ضائع كوي۔ د شورو په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرو كښې دوهمې وزيرې ووئيل چې كومې ورځې نه شهباز شريف نېب ته وړاندې كېږي٬د هغې نه وروستو ايوان ته راتلو سره ادارو ته بد وائي۔ دې ووئيل چې چرته كرپټ تن نيولې كېږي نو جمهوريت خطرې سره مخ كېږي۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې تېرو حكومتونو تر يو كال كمېټۍ نه وې جوړې كړې٬ دې ووئيل په دې اړه رايې يو كولې شي او راتلونكو څو ورځو كښې به كمېټۍ جوړې كړې شي۔