د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان او فلپائن لخوا د مذهبونو او كلتورونو ترمينځه د همغږۍ ودې له په وړاندې كړې شوي قرارداد بحث

ملګري ملتونه ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان او فلپائن لخوا د مذهبونو او كلتورونو ترمينځه د همغږۍ ودې له په وړاندې كړې شوي قرارداد بحث وكړې شو دغسې چې په نړۍ كښې د امن كلتور ته وده وركولو له په عدم تشدد د اډانه تعليم ٬ زغم او شريكې مرستې زياتولو له لاره هواره كړې شي۔ د 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ غونډې څخه وروستو ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل چې د روان كال په مهال په نړيواله كچه د كلتوري او مذهبي ډائيلاګ په مثبته توګه كولو له د 49 څخه زياتولو هېوادونو د قرارداد ملاتړ كړې دې۔ دې ووئيل دا مهال په بېلو هېوادونو كښې د اسلام په ضد د منفي پروپېګنډې ختمولو له مذاكراتو ته اړتيا ده۔ دې ووئيل د كلتورونو د تضاداتو منفي قيصو او د نائن الېون بريدونو په شمول په قرارداد كښې د بېلو مذهبونو په ضد د كركه خپرونكو خبرو غندنه شوې ده دغسې چې د عدم تشدد فلسفې ودې له د مذهبونو او كلتورونو ترمينځه د مذاكراتو اهميت رامخې ته كړې شي چې ورسره به نړۍ كښې د امن ودې او پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې د عمومي اسمبلۍ په غړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي د ټولنې ټولو څانګو كښې زغم ٬ مرستې او د يو بل نظريو څخه خبرېدو له ګامونه پورته كړي دغسې چې د برداشت او عدم تشدد فلسفه نړۍ ته وښودلې شي