د مسجد الحرام د سترو دروازو جوړولو كار آخري پړاؤ كښې داخلې شوې

مکه مکرمه ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د مسجد الحرام انتظامیې د سترو دروازو جوړولو كار ته حتمي شكل وركول پېل كړې دي۔ د سعودي ابلاغ ذريعو ترمخه د حرم پاك انتظاميې لخوا جاري كړې شوي اعلان كښې وئيلي شوي دي چې د مسجد الحرام مرکزی دروازو باب الملک عبدالعزیز، باب العمرہ او باب الفتح ته حتمي شكل وركړې شوېدې۔ د مسجد الحرام انتظاميې ماتحت تعميراتي چارو ادارې مرستيال ډي جي محسن الصبان وئيلي دي چې د انتظاميې مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمان السدېس د ټول كار نېغ په نېغه نګراني كوي۔ په دروازو سنګ مرمر لګولې شي۔ دې سره سره صوتي نظام هم نصب كولې شي۔