د لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق سنجراني د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان سره خبرې

APP42-10 ISLAMABAD: December 10 - Acting President Muhammad Sadiq Sanjrani talking to President of Azad Jammu and Kashmir, Sardar Masood Khan, who called on him. APP

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی)لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان او د پاكستان پارليمان به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ حق تر تسليم كېدو د دوي اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي٬نړيواله ټولنه دې وړاندې راشي او مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د ظلم زياتې مخ نيوي له دې خپل كردار ترسره كړي۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې هغه د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان سره خبرې كولې چا چې د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې ده سره ملاقات كولو۔د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان لنډ مهاله صدر محمد صادق سنجراني د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خرابېدونكي صورتحال په اړه خبر كړو۔لنډ مهاله اولس مشر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د لاسه په كشميريانو په كېدونكي ظلم سخته اندېښنه وښودله۔ده ووئيل د كشمير مسئله يوازې د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل كېدې شي۔په دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان ووئيل د ظلم او بربريت له امله سږ كال 400 كسان شهيدان شوي او د غېر ملكي مېډيا راپورونو له مخې تېرو څو كلونو كښې هند په مقبوضه كشمير كښې په زرګونو ځوانان د بينائي څخه محروم كړي او په دوي د پيلټ ګن د لارې ډزې كړې شوي ۔ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر٬د برتانيې په پارليمنټ كښې آل پارټي پارليماني كشمير ګروپ او او آئي سي د بشري حقونو كمېشن مننه وكړه چا چې په مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو په ضد٬ لكه قتل٬تشدد او كشميريانو سره په شوې ناروا سلوك تفصيلي راپورونه جاري كړې دي