د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي نړيوال سټوډنټس ايكسپو ته وېنا

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي د غربت او جهالت په ضد زمونږ جنګ روان دے ٬ځوانان د پاكستان سفيران دي٬بايد دوي د پاكستان مثبت تشخص په ډاګه كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي٬پاكستان به ورځ تر بله پرمختګ كوي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ نړيوال سټوډنټس ايكسپو ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل مونږ د ځوانان د اهميت احساس لرو٬په هر يو هېواد كښې ځوانان مهمه اثاثه وي٬په نړۍ كښې 48 فيصده ځوانان دي٬نن نړۍ غربت او بې روزګارۍ سره مخ ده۔ده ووئيل مونږ ته به خپلو ځوانانو ته غوره سباؤن وركول وي هم دا ځوانان به سبا په فېصله سازۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔د افريقې ځوانانو د لوږې او ناانصافۍ مقابله كړی۔ده ووئيل كشميري ځوانانو ته د دوي په پرله پسې هڅو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔دوهم وزير ووئيل خپل ځان ته لويې جمهوريت ويونكې د بشري حقونو څخه سرغړونې كوي۔نړۍ د كشمير مسئلې ته زيات اهميت نه دې وركړی۔ده ووئيل په كال 1960 كښې پاكستان د ټولو هېوادونو نه زيات پرمختګ كولو خو بيا په كال 1979 كښې زمونږ منطقه جنګ سره مخ شوه او مونږ ته يې زيان راورسېد٬د پاكستان ځوانانو ته به اوس د امن او انسانيت سفيران جوړېدل وي