د سناتور فېصل جاوېد بندونو لپاره د عطياتو جمع كولو د كمپائن د امريكې په ښارونو كښې ډاډګېرنه

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد وئيلي دي چې د اوبو ذخيرې جوړول د وخت تر ټولو مهم ضرورت دے٬ بندونه جوړولو لپاره كم زيات 8 نيم اربه عطيات جمع شوي دي٬ بندونو لپاره د زړه په اخلاص په عطياتو وركو وطن دارو ته سلام وړاندې كوو٬ وزيراعظم عمران خان او ستر قاضي ثاقب نثار د پوره پېرزوينې حقدار دي۔ د پاكستان تحريك انصاف د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې په بهرنيو هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا د بندونو فنډ لپاره د عطياتو وركولو لړې روانه ده۔ سناتور فېصل جاوېد په دې لړ كښې د امريكې په دوره دے او د ده د دې كمپائن ښه ډاډګېرنه كېږي۔ سناتور فېصل جاوېد به د سياټل او فونكس نه پس د جمعې په ورځ په واشنګټن٬ په 8م دسمبر په شكاګو او په 9م دسمبر په نيو جرسي كښې د پاكستانيانو نه عطيات جمع كوي۔ سناتور فېصل جاوېد وئيلي دي چې پاكستان هر كال كم نه كم 40 مليونه اېكړه فټه اوبو ته ضرورت لري۔ د اوبو د ذخيرو نشتوالي له امله 29 مليونه اېكړه فټه اوبه ضائع كېږي۔ ده ووئيل چې مونږ يوازې دوه بندونه لرو چې پكښې يوازې د يوې مياشتې اوبه جمع كېږي۔ زمونږ په مقابله كښې هند 6 مياشتو لپاره اوبه جمع كولې شي۔ امريكا 30 مياشتو او مصر 33 مياشتو لپاره د اوبو جمع كولو صلاحيت لري۔ ده وطن والو ته خواست وكړو چې وړاندې راشي او د بند په فنډ كښې خپله برخه واچوي۔