د روسيې اولس مشر به راتلونكې كال د سعودي دوره كوي

ماسكو 03 دسمبر(اے پي پي) د روسيې اولس مشر ولاديمير پيوټن به راتلونكې كال د سعودي دوره كوي۔ د روسيې حكومت كريملن وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې اولس مشر ولاديمير پيوټن په كال 2019م كښې د سعودي د دورې كولو اراده لري۔ د يادونې وړ ده چې د دورې د حتمي نېټې اعلان نه دې شوے۔