د بنګله دېش او وېسټ انډيز لوبډلو ترمينځھ درېم او آخري يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ (سبا) كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې مېچونو سيريز 1-1 سره برابر

سلهټ ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د بنګله دېش او وېسټ انډيز لوبډلو ترمينځھ درېم او آخري يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ (سبا) د جمعې په ورځ كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دې۔ د بنګله دېش كركټ لوبډلې په اولني مېچ كښې وېسټ انډيز ته 5 وكټونو سره ماتې وركړه وه ولې په دوهم مېچ كښې وېسټ انډيز زړه پورې كم بېك كولو سره كوربه لوبډلې ته 4 وكټونو سره ماتې وركولو سيريز 1-1 سره برابر كړې۔ دې نه وړاندې وېسټ انډيز په ټېسټ سيريز كښې د كوربه لوبډلې بنګله دېش دلاسه عبرتناكې ماتې سره مخ شوې وه۔ بلخوا د دواړو كركټ لوبډلو كپتانانو سيريز كښې كاميابۍ له بيانونه جاري كړې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچ به په 17 دسمبر ٬ دوهم مېچ په 20 م دسمبر او درېم او آخري مېچ به په 22 مې دسمبر كولې شي۔