د بنګله دېش او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځھ د ټي ټونټي سيريز دوهم نړيوال مېچ نن كېږي۔ كوربه لوبډله به د سيريز برابرولو او د وېسټ انډيز لوبډله به سيريز كښې بريا له هڅې كوي۔ سخته مقابله امكان لري

ډھاکه ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د بنګله دېش او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځھ د ټي ټونټي سيريز دوهم نړيوال مېچ نن د زيارت په ورځ ډھاكه كېږي۔ كوربه لوبډله بنګله دېش به د سيريز برابرولو او د وېسټ انډيز لوبډله به سيريز كښې ښكاره بريا ترلاسه كولو له هڅې كوي چې لامله ئې د دواړو ډلو ترمينځھ د سختې مقابلې امكان دے۔ د سيريز په اولني مېچ كښې وېسټ انډيز بنګله دېش ته په 8 وكټونو ماتې وركولو سره د درې مېچونو سيريز كښې د 1-0 برتري ترلاسه كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم او آخري ټي ټونټي مېچ به د دسمبر په 22 مه نېټه كولې شي