د اېچ آئي وي اېډز ختمولو په حقله وفاقي او صوبائي حكومتونه د خپلو ذمه وارو نه خبر دي٬حكومت د رنځ څخه د بچ كېدو او درملنې ته پام لرنه كوي ٬اېچ آئي وي ايډز په حقله د خبرتيا نړيواله ورځ د رنځ په ضد جنګ كښې د تعليم پوهانو٬مذهبي سكالرانو٬مېډيا او سول سوسائټۍ پشمول د ټولو طبقو د شريكو هلو ځلو او ګامونو غوښتنه كوي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اېچ آئي وي اېډز په حقلھ د خبرتيا نړيوالې ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې د اېچ آئي وي اېډز ختمولو لپاره د پاكستان حكومت د لوظ پخلي كولو سره وئېلي دي د اېچ آئي وي اېډز ختمولو په حقله وفاقي او صوبائي حكومتونه د خپلو ذمه وارو څخه ښھ خبر دي٬ د دې رنځ څخه د بچ كېدو او درملنې ته حكومت پام لرنه كوي٬اېچ آئي وي ايډز په اړه د خبرتيا نړيواله ورځ د دې رنځ په ضد جنګ كښې د تعليم پوهانو٬مذهبي سكالرانو٬مېډيا او سول سوسائټۍ پشمول د ټولو طبقو د شريكو هلو حلو د ګامونو غوښتنه كوي۔اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د اېچ آئي وي اېډز په اړه د خبرتيا نړيوالې ورځې په مهال په خپل پیغام كښې كړې كومه چې نن د خالي په ورځ د دسمبر په اولنۍ نېټه د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔اولس مشر ووئيل دا ورځ هر كال د دې رنځ څخه د خبرتيا او د دې رنځ څخه د حفاظتي تدبيرونو او د علاج خذمات ښه كولو او د رنځ سره د تړلي امتيازي سلوك او د مرګ څخه بچ كولو لپاره د ګامونو پورته كولو په عزم لمانځلې شي۔هر كال په ټوله نړۍ كښې د دې رنځ په سوب د زرګونو په شمېر كسان د خپل ژوند نه لاس وينځي۔پاكستان هم د دې لعنت زياتېدونكو چېلنجونو سره مخ دے۔اولس مشر ووئيل د پاكستان حكومت په دې رنځ اخته وګړو ته د تشخيص او د درملنو وړيا خذمات وركوي۔اولس مشر ووئيل په ټوله نړۍ كښې اېچ آئي وي اېډز ته په بد نظر كتلې شي چې په سوب يې د دې رنځ په اړه فرق جن سلوك او رويې رامخې ته كېږي چې ورسره د اېچ آئي وي اېډز څخه د بچ كولو او د رنځ درملنې خذماتو كښې كمې راځي او په نتيجه كښې يې دا لعنت خاموشۍ سره خپرېږي۔اولس مشر ووئيل سږ كال د دې ورځې سرخط “بچ كړئ ټېسټ او درملنې”اېښودلې شوې كوم چې د اېچ آئي وي اېډز څخه د ساتنې ٬درملنې او انتظام احاطه كوي۔اولس مشر ووئيل زه په دې خوشحاله شوے يم چې د قامي روغتيا او خذماتو وزارت اېچ آئي وي ايډز سره د تړلې خطرې عواملو مقابلې كولو له بشپړه هڅې كوي۔اولس مشر ووئيل په ننۍ ورځ به مونږ له پاكستان د اېچ آئي وي او اېډز څخه پاكولو له په ګډه د كار كولو لوظ كول وي۔