د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن جهلم كښې مېډيا سره خبرې

جهلم 14 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي مخالفه ډله په قامي اسمبلۍ كښې غېر جمهوري طرز عمل اختياروي ٬د قامي اسمبلۍ كاروائي چلولو لپاره مخالفې ډلې ته رعايت وركړې شو خو هغوي د ايوان كاروائي چلولو لپاره چمتو نه دي٬مخالفه ډله په چغو سورو وهلو د آصف علي زرداري او نواز شريف د مقدمو څخه ځان خلاصول غواړي٬په پارليمان كښې په نېب او حكومت د ټكونو په ځاې قانون سازۍ او قامي مسئلو ته پام پكار دے ٬فيلګ شپ ريفرنس آخري پړاؤ ته داخل شوې٬نواز شريف به ډېر زر په زندان كښې وي٬د رانا ثناﺀ الله په ضد د ماډل ټاؤن پېښې په مقدمه كښې زر كاروائي پكار وه ٬د پي ټي آئي حكومت اولس سره كړې لوظونه به تر سره كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ جهلم كښې مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل مونږ د قامي اسمبلۍ كاروائي چلولو لپاره مخالفې ډلې ته رعايت وركړو خو هغوي د ايوان كاروائي چلولو له چمتو نه دي٬د مخالفې ډلې ګټھ پھ دې كښې ده چې هغوي شور شغرب او هله ګوله وكړي٬ ده ووئېل عمران خان د وزيراعظم منتخب كېدو سره چې په وړومبي ځل اسمبلۍ ته راغلو نو اپوزېشن هغه وېنا كولو ته پرې نه ښودو او وې وئېل تر څو چې د ټاكنو په اړه كمېټۍ جوړه كړې شوي نه وي مونږ به احتجاج كوو٬په كومه چې حكومت كمېټۍ جوړه كړه او بيا هغوي د نېب په قوانين كښې د بدلون په اړه احتجاج كولو٬ ده ووئېل ځكه اپوزېشن سره د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم خبېر وكړې او اوس هغوي د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن په معامله احتجاج كولو٬مونږ د هغوي د خوښې د پي اے سي چيئرمېن لګولو سره هغوي له رعايت وركړو٬ ده زياته كړه خو هغوي د سپيكر د پراخه زړه۔ وړاندېز قبلولو په ځاې د نوې بهانې څخه نن هم په ايوان كښې هنګامه آرائي وكړه ٬ ده ووئېل د خواجه سعد رفيق ضمانت هائي كورټ مسترد كړې٬د قامي اسمبلۍ سپيكر قواعد او ضوابط تر مخه د هغه پروډكشن آرډر جاري كولو په اړه پريكره كول غوښتل خو اپوزېشن په دې بهانه د اسمبلۍ څخه واك آؤټ وكړو۔ده ووئيل قامي اسمبلۍ د نېب بره كورټ آف ګورنر جوړه كړې شوې ٬ټول ملزمان قامي اسمبلي د صفائۍ وركولو لپاره كاروي حالانكه دوې له د اولس د مسئلو په حل كولو خبره پكار ده ٬ وفاقې وزير ووئېل په هېواد كښې د اوبو نشتوالې ٬معاشي مسئلې٬آئي اېم اېف سره خبرې اترې٬د چين او سعودي عرب سره د اړيكو په چارو بحث كول پكار دي خو قامي اسمبلي د نېب د ملزمانو اكهاړا جوړه شوې ٬ چې ورسره د قامي اسمبلۍ كاركردګي او وقار مجروح كېږي۔ده ووئيل مخالفه ډله شور كولو سره د آصف علي زرداري او نواز شريف د مقدمو څخه ځان خلاصول غواړي٬هغوي په تېرو وختونو كښې لوټ كړې پيسه محفوظول غواړي٬هغوي په ټولو مقدمو كښې د اېن آر او لپاره د حكومت او نېب په ضد 24 ساعته شور كوي خو دوي ته به اېن آر او ترلاسه نه شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل پاكستان تحريك انصاف په خپل منشور عمل كولو سره اولس ته رېليف وركول غواړي او په معيشت كښې ښه والې راوستل غواړي۔د خزانې وزير د دې مقصد لپاره د قطر په دوره تللې۔فواد چوهدري ووئيل په كال 2013 كښې په هېواد كښې د ګاز كوم بحران نه ؤ او د ګاز په محكمه يوه روپۍ قرضه نه وه٬خو پنځه كاله پس چې كله نواز شريف حكومت پرېښودو نو دا محكمه 157 اربه روپۍ قرضه وړې وه ۔ده ووئيل تجربه لرونكې ډلې چې څنګه د پي آئي اے٬سټل ملز٬ګاز٬برېښنا٬راډيو٬ټېلي ويژن او نورو محكمو بېړۍ غرقه كړی مونږ د دغې ادارو زره زره راغونډوو او نوې پاكستان جوړوو۔