د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز كښې دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان د منځنۍ آسيا هېوادونو سره كلتوري او تاريخي اړيكې انتهائي مهمې دي۔ افغانستان كښې سياسي استحكام او امن په ځائې كېدو سره د پاكستان او د منځنۍ آسيا رياستونو سره دوه اړخيزه رابطې به لا وده ومومي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ پاكستان نېغ په نېغه ځپلې دې۔ د فلم او ډرامې د لارې د هېواد تشخص رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د فلمي صنعت بحالۍ او ودې له عملي ګامونه پورته كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز اسلام آباد كښې د پاكستان او د منځنۍ آسيا هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې د كلتور د لارې د لا مضبوطو جوړولو په سرخط غونډې ته خطاب كښې وكړه۔د دې غونډې مشري هم وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن كوله۔ غونډه كښی د انسټی ټیوټ آف ریجنل سټډیز مشرې ډاکټر رخسانه قمبر ، پخواني سفیر سرور نقوی، ډاکټر ندیم اکبر، ډائرېکټر امریکن انسټی ټیوټ آف پاکستان اسټیډیز، ډاکټر مهتاب اکرم اور د كونسل آف سوشل سائنسز دوهم ندیم عمر تارړ په شمول نورو ګډون وكړو۔ په دې مهال د اطلاعاتو وفاقي وزير ته د پاكستان او د منځنۍ آسيا هېوادونو ترمينځه په شريك كلتور ٬ تهذيب ٬ تمدن او اقدارو د اډانه اړيكو او د ملګرتيا خپلولي لا مضبوطولو په موقعو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د منځنۍ آسيا هېوادونو سره كلتوري او تاريخي اړيكې انتهائي مهمې دي۔ افغانستان كښې سياسي استحكام او امن په ځائې كېدو سره د پاكستان او د منځنۍ آسيا رياستونو سره دوه اړخيزه رابطې به لا وده ومومي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ پاكستان نېغ په نېغه ځپلې دې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستاني اولس او د پاكستان بهادر پوځ د ترهګرۍ په مړانه مقابله كړې۔ ده ووئيل د فلم او ډرامې دلارې د هېواد د تشخص رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د فلمي صنعت بحالۍ او ودې له عملي ګامونه پورته كوو۔ ده ووئيل هېواد كښې د سنېما 187 سکرینونه زياتولو سره 1000 ته رسول غواړو۔ ده ووئيل نجي څانګه بايد سرمايه كارۍ كولو له رامخكښې شي۔ حكومت به ئې هره ممكنه مرسته كوي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير په سرائې خربوزه او مارګله غرونو د كلتوري ورثې تحفظ له د سمدستي ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل يادګاري او تاريخي ځايونه محفوظ جوړولو سره به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔