د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار كښې د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرارداد منظور كړو

APP68-12 ISLAMABAD: December 12 – Senator A. Rehman Malik addressing during a conference on Kashmir Dispute: Human Rights Violations in Occupied Kashmir organized by All Parties Hurriyet Conference and Kashmir Media Service at Kashmir House. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پی) د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار كښې د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرارداد منظور كړی دې۔د شورو په ورځ د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې په سېمينار كښې سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرارداد وړاندې كړو۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا فورم د بې ګناه كشميريانو په ضد د هند د رياستي ترهه ګرۍ او د ظلم او ستم په سختو ټكو غندنه كوي۔دا فورم د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر څخه د هند د رياستي ترهه ګرۍ په ضد د قانوني كاروائۍ خواست كوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا فورم ملګرو ملتونو ته خواست كوي چې د امنيتي كونسل د قراردادونو تر عملي كېدو په هند بندېزونه ولګوي٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د بشري حقونو صدر دې د كشمير په اړه د بشري حقونو كميسون جوړ كړي كوم چې د هند د ظلمونو مشاهده وكړي۔د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل دې په كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي ملګري ملتونه دې په هندي حكومت په كشمير كښې د بشري حقونو تنظيمونو ته په رسنه وركولو زور راوړي