د آسټريليا خپل سفارت قدس ته د وړولو په چاره غور

سډنی ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د آسټريليا حكومت د اسرائیل پلازمينه تل ابیب كښې موجود خپله سفارتخانه مقبوضه بېت المقدس ته په وړلو غور كړې دې۔ د ذريعو ترمخه د آسټريليا حكومت يو عهدېدار د نامې نه څرګندونې په شرط وئيلي چې تېره ورځ د آسټرېلوی کابینې غونډه كښې تل ابيب څخه د سفارت خانې القدس ته د منتقل كولو په معامله غور وكړې شو۔ بياهم په دې اړه كومه حتمي پرېكړه لا شوې نه ده۔
دا خبره دې ښكاره وي چې آسټرېلوی وزیراعظم سکاټ موریسن اکتوبر كښې اعلان كړې وو چې هغه به تل ابيب څخه د سفارت ختيځ يروشلم ته د منتقل كولو په لړ كښې د پراخا زړه څرګندونه كوي