د نيوزي لېنډ او د سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ د دسمبر په 15مه نېټه پېل كېږي

وېلنګټن 11 دسمبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به د دسمبر په 15مه نېټه په وېلنګټن كښې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به دوه ټېسټ مېچونه ٬ درې يو ورځني مېچونه او يو ټي ټونټي مېچ كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم ټېسټ مېچ به د دسمبر په 26مه نېټه په كرائسټ چرچ كښې پېل كېږي