بېنظير بهټو شهيد نړيوال ټېنس چېمپئن شپ به د دسمبر په 15مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) بېنظير بهټو شهيد نړيوال ټېنس چېمپئن شپ به د دسمبر په 15مه نېټه په اسلام آباد ټېنس كمپلېكس كښې پېل كېږي۔ د ټورنامنټ ډائرېكټر كامران خليل له مخې چېمپئن شپ لپاره تيارې روانې دي۔ ده ووئيل په دې چېمپئن شپ كښې د پاكستانو لوبغاړو پشمول يوغېر ملكي لوبغاړي هم په لويه شمېره ګډون كوي چې پكښې د روسيې٬ اټاليا ٬ المان٬ فرانس٬ سعودي٬ امريكې٬ جاپان٬ سربيا٬ تائيوان٬ آئرلېنډ٬ تهائي لېنډ٬ كاناډا٬ پولېنډ٬ سنګاپور٬ ازبكستان٬ آسټراليا٬ كوريا٬ تاجكستان او د قطر لوبغاړي شامل دي۔ د ټورنامنټ سيمي فائنل به د دسمبر په 22مه نېټه او فائنل مېچونه د دسمبر په 23مه نېټه كېږي