امريكا كښې د داعش په مرسته كولو پوځي عسكر ته 25 كاله د زندان سزا وركړې شوه

واشنګټن 05 دسمبر (اے پي پي) امريكا كښې د داعش په مرسته كولو پوځي عسكر ته 25 كاله د زندان سزا وركړې شوې ده۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې 35 كلن اكائيكا ايرك په كال 2016 كښې داعش لپاره خواخوږي لرله او په باقاعدګۍ سره به ئې د دې وېډيوز كتلې۔ په ھغه دا تور ثابت شوې دې چې ھغه د داعش د مرستې منصوبه بندي كوله او د اولسي ځايونو نه علاوه ئې يو پوځي پرېډ هم په نښه كول غوښتل