افغانستان لپاره د امريكې ځانګړې استازې زلمې خليل زاد كابل ته ورسېدو

كابل 20 دسمبر (اے پي پي) افغانستان لپاره د امريكې ځانګړې استازې زلمې خليل زاد په ابوظهبي كښې د طالبانو استازو سره د ليدنې او مذاكراتو نه پس كابل ته رسېدلې۔ په كابل كښې د امريكائي سفارت لخوا وئيل شوي دي چې د امريكې ځانګړې استازې به په كابل كښې اولس مشر اشرف غني او چيف اېګزېكټو عبدالله عبدالله سره ملاقات كوي او هغوي به د مذاكراتي عمل د تفصيلاتو نه خبروي۔ امريكائي چارواكو تراوسه په ابوظهبي كښې د زلمي خليل زاد او د طالبانو د استازو ترمېنځه په ملاقات خاموشي اختيار كړې۔ په دې مذاكراتو كښې د پاكستان٬ سعودي او د متحده عرب اماراتو استازو هم ګډون كړے۔ افغان دولت خپل مذاكراتي پلاوې ابوظهبي ته لېږلې و خو په مذاكراتو كښې ئې ګډون نه دې كړے