اعظم سواتې دوېم وزير دے چا چې په ډېرو عمومي پلټنو هم استعفٰې وركړه ۔ فواد حسېن

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي اعظم سواتي دوېم وزير دے چا چې په ډېرو عمومي پلټنو هم استعفٰې وركړې ده ٬ په دې هېواد كښې سزا وار خلق هم پخپلو چوكو پورې نښتې وي۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټوئټ كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان د خود احتسابۍ چې كوم كلتور سياست كښې معرفي كړې د دې مثال بس په جديدو جمهوري هېوادونو كښې ترلاس كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل هم دا روايات د نوي پاكستان نوې رخ دے