په الجزائر كښې د انساني قاچاقبرې ډلې د قبضې څخه 93 افريقائي ماشومان راخوشي كړې شوي دي

الجير 19 نومبر (اے پي پي) په الجزائر كښې د انساني قاچاقبرې ډلې د قبضې څخه 93 افريقائي ماشومان راخوشي كړې شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د الجزائر امنيتي ځواكونو او پوليسو د شريكو عملياتو په مهال بېلا بېلو افريقائي هېوادونو سره تعلق لرونكي 93 ماشومان راخوشي كړي دي۔ په دې ماشومانو كښې د 60 ماشومانو تعلق نائيجر سره ده۔ په دې ماشومانو به په منظم ډول سوال كولې شو۔ راخوشي كړې شوي ماشومان د بې كوره خلقو مركزونو ته لېږل شوي دي۔ د يادونې وړ ده چې الجزائر سږ كال د 7 زره ماشومانو پشمول 10 زره غېر قانوني كډوال نائيجر ته بېرته لېږلي دي