په افغانستان كښې د تېرو كلونو په مقابله كښې اوس د امن امكانات زيات دي

كابل 07 نومبر (اے پي پي) د ناټو عمومي سېكتر سټولټن برګ وئيلي دي چې په افغانستان كښې د تېرو كلونو په مقابله كښې اوس د امن امكانات زيات دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې سټولټن برګ د افغانستان غېر اعلانيه دوره كړې او ده افغان اولس مشر اشرف غني٬ عبدالله عبدالله او هلته مېشته د غېر ملكي ځواكونو كمانډر جنرال آسټن ملر سره ئې ملاقاتونه كړي دي۔ د ناټو مشر وئيلي دي چې د افغانستان په مشرې كښې د سولې عمل بايد روان وساتل شي خو ده دا هم ومنله چې د افغانستان مجموعي صورتحال سنګين دے۔