پاکستان د قدرتي او بشري وسائلو شتمند هېواد دے

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت کاروباريانو او سرمايه كارو له هر ډول ممكنه مرسته وركولو لپاره عزم لري ۔ وزيراعظم دا خبرې د “پېپسي كو” د اسياء٬ مېنځني ختيز او شمالي افريقې لپاره د چيف اېګزېكټو افيسر مائيك سپانوز په مشرۍ كښې پلاوي سره په خبرو كښې كړې۔ د”پېپسي کو” پلاوي وزيراعظم پاكستان كښې د خپلې كمنپۍ د كاروبار او په راتلونكو پنځو كلونو كښې د 1.2 اربه ډالرو د نورې سرمايه كارۍ نه خبر كړو۔ پلاوي صنعت ته د پېښو ځينو مسئلو هم ذكر وكړو۔ پلاوي د اوسني حكومت د سرمايه كارۍ او په كاروبار دوسته پاليسو د باور څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حكومت هېواد كښې د ترلاسه كاروباري موقعو څخه استفادې لپاره سرمايه كارو له د آسانيو وركولو پوخ عزم كړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د قدرتي او بشري وسائلو يو شتمند هېواد دے چرته چې د 30 كالو نه كم عمره وګړي د لس كروړه نه زيات دي