وزيراعظم عمران خان د متحده عرب اماراتو د دورې په موقع د ابوظهبي د تاريخي شېخ زېد جامع مسجد دوره وكړه

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د متحده عرب اماراتو د دورې په موقع د ابوظهبي د تاريخي شېخ زېد جامع مسجد دوره وكړه۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د شېخ زېد جامع مسجد ډائرېكټر جنرل يوسف العبېدي د وزيراعظم هركلې وكړو۔ وزيراعظم عمران خان په جومات كښې لمونځ ادا كړو او د تاريخي جومات د عالي شان تعمير ستائنه ئې وكړه۔