فېډرل ټېنس ټورنامنټ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د اسلام آباد ټېنس اېسوسي اېشن ترسيوري لاندې فېډرل ټېنس ټورنامنټ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د نومبر په 25مه نېټه په پي ټي اېف ټېنس كمپلېكس كښې پېل كېږي۔ د اسلام آباد ټېنس اېسوسي اېشن صدر طارق مرتضٰي له مخې ټورنامنټ لپاره تيارې روانې دي۔ ټورنامنټ لپاره خليل چغتائي ټورنامنټ ډائرېكټر او عارف قرېشي رېفري ټاكل شوے۔ ټورنامنټ به د نومبر تر 31مه نېټه روان وي۔ په ټورنامنټ كښې د ګډون خواهش لرونكي لوبغاړي د نومبر تر 20مه نېټه خپل نومونه چغتائي ټورنامنټ ډائرېكټر او عارف قرېشي رېفري سره ليكلې شي