د چين په كېميكل فېكټرۍ كښې چاؤدنه ٬ 22 تنه مړه ٬ 22 نور ژوبل

بیجنګ ۔ 28 نومبر (اے پی پی) د چين په قطبي سيمه كښی په كېميكل فېكټرۍ كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 22 تنه مړه او 22 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خپرونې ادارې ترمخه د قطبي صوبې زېنګ جاكو سيمه كښې په كېميكل فېكټرۍ هپبی شینګوا كښې د ناڅاپي چاؤدنې په سوب ودانۍ ته زيان ورسېد او يو شمېر ګاډي هم بېخي تباه شول۔ د چاؤدنې لامله 22 تنه په ځائې مړه او 22 نور ژوبل شوي دي۔ د چارواكو لمخې مړي او ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه نزدې روغتون ته رسولې شوي دي۔ د ابتدائي پلټنيو ترمخه دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ټرك خطرناك مواد وړل چې مركزي دروازې ته نزدې ناڅاپي چاؤدنې سره مخ شو۔ د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ياده كړې شوې منطقه كښې به د كال 2022ء اولمپک لوبې كولې شي۔