د چين نېشنل رېلوے اېډمنسټرېشن او پاكستان رېلوے ترمينځه فريم ورك لوظ نامه كښې كوم بدلون نه كېږي

APP01-19 ISLAMABAD: November 19 – Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed meeting with NRA delegation China headed by An Lusheng, Deputy Administrator at Ministry of Railways. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي( د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د چين نېشنل رېلوے اېډمنسټرېشن او پاكستان رېلوے ترمينځه فريم ورك لوظ نامه كښې كوم بدلون نه كېږي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د چين نېشنل رېلوے اېډمنسټرېشن(اېن آر اے)پلاوي سره ملاقات كښې كړی۔د اېن آر اے پلاوي مشري دوهم اېډمنسټرېټر اېن لوشينګ كوله۔په دې موقع پلاوي ووئيل موجوده حكومت د سي پیك د اهميت څخه خبر دې٬هغه په دې پوهېږي چې سي پیك كښې رېلوے د ملا د تير حېثيت لري۔دواړه پلاوي دې ته سلا شول چې په دوو ورځو كښې به د پوهانو ډلې خبرو اترو كولو سره د مسئلو حل راوباسي او حتمي راپور به تر دسمبر په 25مه نېټھ كال 2018 جوړ كړې شي۔د اېن آر اے پلاوي سپيناوې وكړو چې اېم اېل 1 د پاكستان يو مهم انفراسټركچر دې۔د رېلوے وفاقي وزير ووئېل د اېم اېل 1 اپ ګرېډېشن تندرفتارۍ څخه بشپړول پكار دي ٬ حكومت اېم اېل ون او 2 كښې خاص خوښي لري۔ده ووئيل چين د پاكستان خاص او مهم ګاونډي هېواد دې۔د اېن آر اے او پاكستان رېلوے د شريكې مرستې لپاره چمتو دې او اېم اېل 1 اپ ګرېډېشن د سي پېك لائف لائن دې۔د اېن آر اے او پاكستان رېلوے ترمينځه فريم ورك ايګريمنټ كښې كوم بدلون نه كېږي۔د رېلوے وزير اېم اېل 2 او اېم اېل 3 هم د سي پیك لپاره مهم ګرځولي۔پھ دې موقع د رېلوے چيئرمېن٬د سي اي او٬د پلاننګ ډي جي٬د رېلوے بورډ سېكتر او د آپرېشنز ډي جي هم موجود وو