د وزيراعظم عمران خان د عيد ميلادالنبي(ص) په موقع پیغام

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان خوږ وطن د مدينې د رياست په طرز د جوړولو سخت ضرورت په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې پھ دې كښې زمونږ د ټولو بقاﺀ او سربلندي ده٬اوسنې حكومت د رياستي چارو په اړھ د بشپړ لارښونې ترلاسه كولو هڅې كوي۔ده دا خبرې د عيد ميلادالنبي(ص) په موقع په خپل پیغام كښې وكړی كوم چې(نن)د شورو په ورځ لمانځلې شي۔وزيراعظم د عيد ميلاد النبي(ص)په موقع ټولو وطن والو ته مباركي وركولو سره ووئيل چې دا زمونږ خوش قسمتي ده چې الله تعالٰی مونږ د داسې رسول پاك(ص)امتيان جوړ كړي كوو چې كوم رحمت اللعالمين وو٬د حضور پاك(ص)همه ګير او د ډېرو صفتونو لرونكې شخصيت هر انسان لپاره د تقليد وړ دې٬نبي پاك (ص)يو داسې نسل تيار كړو كوم چې په ټوله نړۍ كښې د اسلام منصفانه او عادلانه قوانين په ځاې كړل تر كوم وخت چې دا نظام بالادست و٬د نړۍ قومونو د عدل او انصاف مساواتو او د مذهبي روادارۍ هغه مناظر وليدل د كومو ليدلو لپاره چې نن معلومه نه ده څومره سترګې په انتظار دي۔وزيراعظم ووئيل چې د رحمت اللعالمين د امتي او د يو داسې رياست كوم چې د اسلام په نوم جوړ شوې٬د وګړي په حېث ضرورت د دې خبرې دې چې مونږ هم نن خوږ وطن پاكستان د مدينې د رياست په طرز د جوړولو هڅې وكړو۔په دې كښې زمونږ د ټولو بقاﺀ او سربلندي ده۔ده ووئيل چې د مدينې رياست د انساني خېرښېګړې په اړه يو داسې مثالي رياست و چې په دې نړۍ كښې يې هېڅ مثال نشته۔وزيراعظم ووئيل چې اوسنې حكومت دا هڅه كوي چې د رياستي چارو په اړه د هغه مثالي رياست څخه پوره لاښونه ترلاسه كړی شي كوم چې مونږ لپاره د لارښونې تر ټولو لويه او موثره ذريعه ده چې دغسې خوږ وطن هم د مدينې د رياست په طرز د مساواتو٬عدل او انصاف وركولو او د مهذبي روادارۍ هغه منظر وړاندې كړو د كومو چې مونږ ټول په انتظار يو۔وزيراعظم ووئيل چې بايد نن مونږ په دې ورځ دا لوظ وكړو چې د هر ډول مفاداتو كه هغه سياسي وي يا مذهبي يا معاشرتي د دې نه بالاتر كېدو سره به مونږ د نبي اكرم(ص)په اسوه حسنه عمل كوو او مونږ به د هر هغه يو عمل نه ډډه كوو چې ورسره پھ دنيا كښې د اسلام په تشخص يا تاثر حرف راشي۔ده ووئيل چې نن زه ټولو وطن والو ته خواست كوم چې په خپل ځان كښې د اتحاد او اتفاق٬عفو و درګزر٬برداشت٬صله رحمۍ٬مذهبي روادارۍ او د مفاهمتي عمل په بنياد اوصاف پیدا كړي ځكه چې دا هغه تعليمات نبوي دي كوم چې خپلولو سره مونږ د هر ډول چېلنجونو مقابله كولې شو۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ ته د اسوه نبوي په رڼا كښې د شپھ او ورځ تېرولو او د سيرت مطهره عام كولو توفيق راكړي۔