د مېرمنو 30م قومي هاكي چېمپئن شپ به د نومبر په 26مه نېټه په لاهور كښې پېل كېږي

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د پاكستان هاكي فېډرېشن تر سيوري لاندې د مېرمنو 30م قومي هاكي چېمپئن شپ به د نومبر په 26مه نېټه په لاهور كښې پېل كېږي۔ د پاكستان هاكي فېډرېشن عمومي سېكتر شهباز احمد سينئر له مخې د چېمپئن شپ تيارې روانې دي۔ په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه دوولس لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاکستان آرمی، پاکستان واپډا، پاکستان رېلوے، پاکستان پولیس، هائرایجوکیش کمیشن، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، او اسلام آباد لوبډلې شاملې دي۔ د دې نه علاوه د پنجاب او سندھ څخه دوه دوه لوبډلې شاملې كړې شوې دي۔ چېمپئن شپ به د دسمبر تر 3مه نېټه روان وي