د ملګرو ملتونو په عراق كښې په امناكھ ډول د اقتدار په منتقل كيدو د خوشحالۍ څرګندونه

ملګرې ملتونه 14 نومبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر عراق لپاره خاص استازي جان کوبکس په عراق كښې په امناكه ډول د اقتدار په منتقل كولو د خوشحالۍ څرګندونې سره دا په عراق كښې د سیاسی شعور عکس ګرځولې دې۔ جان کوبکس په خپل يو پیغام كښې ووئيل په نړيواله ورورولۍ دا لازم ده چې په عراق كښې بشپړه سفارتی ، سیاسی او اخلاقی مرسته روانه وساتي دغسې چې عراق او د عراق د اولس د پرمختګ مزل روان وساتلې شي۔ ده ووئيل بايد مونږ د تاریخ په دې مهم دور عراق يواځې پرينږدو