د سوريې په عفرين سيمه كښې د دوه ډلو ترمېنځه په نښته كښې 25 كسان مړه شوي دي

دمشق 19 نومبر (اے پي پي) د سوريې په شمالي عفرين سيمه كښې د دوه ډلو ترمېنځه په نښته كښې 25 كسان مړه شوي دي۔ د سوريې ځائي مېډيا له مخې د تركيې په پلوي ډلو كښې دا نښته يوه خطرناكه پېښه ده۔ د يادونې وړ ده چې تركيې سږ كال د مارچ په مياشت كښې د سوريې په كرد اكثريتي سيمه عفرين كښې په لويه پېمانه عمليات پېل كړي وو او په نتيجه كښې ئې د زرګونو په شمېر خلق بې كوره شوي وو۔