د سعودي باچا سره د ابوظهبي ولي عهد ملاقات وكړو

رياض 11 نومبر(اے پي پي) د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز سره د ابوظهبي ولي عهد محمد بن زايد ملاقات كړے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې باچا سلمان سره د ابوظهبي ولي عهد خپل پلاوي سره يو ځائ ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د منطقې په صورتحال٬ په چېلنجونو او بحران خبرې شوې دي۔