د سري لنكا او د انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټېسټ مېچ به د نومبر په 23مه نېټه پېل كېږي

كولمبو 19 نومبر (اے پي پي) د سري لنكا او د انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټېسټ مېچ به د نومبر په 23مه نېټه په كولمبو كښې پېل كېږي۔ د انګلستان لوبډلې د ټېسټ مېچونو په دې سېريز كښې وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي۔ د انګلستان لوبډلې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې د سري لنكا لوبډلې ته په 211 منډو او په دويم مېچ كښې په 57 منډو ماتې وركړې وه۔