د ترهګرې په ضد په امريكائي جنګ كښې 5 لكه خلق له مېنځه تللي۔ جائزه راپور

واشنګټن 11 نومبر(اے پي پي) په كال 2001 كښې د ستمبر په 11مه نېټه د بريدونو نه پس په پېل شوي امريكائي جنګ كښې په عراق٬ افغانستان او پاكستان كښې 5 لكه خلق وژل شوي دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې د براؤن پوهنتون د نړيوالو اړيكو او د اولسي چارو څانګې لخوا شوې يوې جائزې له مخې د ترهګرې مخ نيوي په اړه د امريكې په جنګ كښې د 4 لكو 80 زرو نه تر 5 لكو 70 زرو پورې خلق وژل شوي دي او اصل شمېره د دې نه هم زياته كېدے شي۔ دا جائزه راپور نيټا كرافورډ مرتب كړے۔ هغې وئيلي دې چې امريكا او ځائي پوځ دا خلق شدت خوښي ګرځوي خو په حقيقت كښې دا عام وګړي وي۔ كېدې شي مونږ كله هم په دې جنګ كښې د وژل شويو اصل شمېره معلومه نه كړې شو۔ د مثال په توګه په عراق كښې موصل او نور ښارونه د داعش نه د آزادولو په جګړه كښې كېدې چې د زرګونو په شمېر عام وګړي وژل شوي وي خو د دوي مړي نه دي موندل شوي۔ براؤن پوهنتون په كال 2016م كښې هم په دې لړ كښې يو جائزه راپور وړاندې كړے و خو په تازه راپور كښې د وژل شويو كسانو شمېره زياته وركړې شوې۔