خارجه وزير د ناروے كمپنو ته په پاكستان كښې د متبادل توان٬ اوبو ٬ وېسټ مېنجمنټ٬ فشريز او د پورټ اېنډ شپنګ په څانګو كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركړه

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير د ناروے كمپنو ته په پاكستان كښې د متبادل توان٬ اوبو ٬ وېسټ مېنجمنټ٬ فشريز او د پورټ اېنډ شپنګ په څانګو كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركړې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د ناروے كمپنو ته دا بلنه په ابوظهبي كښې د سربنياس فورم په موقع د ناروے خارجه وزيړې سره د ملاقات په مهال وركړې۔ خارجه وزير د ناروے كمپنو ته وئيلي دي چې هغوي دې د ټېلي نار د كامياب بزنس ماډل تقليد وكړي۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو خبرې شوې دي۔ د ناروے خارجه وزيړې شاه محمود قريشي ته د ناروے د دورې كولو بلنه هم وركړه۔